د عامې روغتیا وزارت اړوند ملکیتونو د خوندي ساتلو او تثبیت په موخه لیدنه تر سره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د عامې روغتیا وزارت اړوند ملکیتونو د خوندي ساتلو او تثبیت په موخه په کابل خوشحال خان مېنې سیمه کې د دې وزارت اړوند نږدې ۱۸ جریبه ځمکې احاطوي دېوال له چارو څخه لیدنه ترسره کړه.
د دې لیدنې موخه له غصب څخه د یادې ځمکې خوندي ساتل، د روانو چارو څخه له نږدې کتنه او په دې برخه کې د سیمې اوسېدونکو سره د لا ښې مفاهمې ترسره کول وو.
هېره دې نه وي، چې د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د خپلو ملکیتونو د تثبیت او خوندي ساتلو چارو ته پاملرنه زیاته کړې؛ ترڅو هېوادوالو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په برخه کې ورڅخه په اغېزمنه توګه کار واخلي.