لیکنې

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۲:۱۴

روغتیایي پیغام!

د نس ناستې له پیل څخه تر پای پورې خپل ماشوم ته د او-آر-اېس محلول ورکړئ، ځکه په نس ناستې اخته ماشوم لپاره تر ټولو غوره مایع د او-آر-اېس محلول دی.

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۰

روغتيايي پيغام!

په بروسلوزس ناروغۍ له اخته کېدو څخه د مخنيوي لپاره د طب او حيواني روغتیا ډاکټرانو سپارښتنو او مشورو ته پام وکړئ؛ تر څو په دې ناروغۍ اخته نه شئ.

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴۰

روغتیایي پیغام!

هغه ماشومانو ته چې په نس ناستي اخته وي، او ار اېس، د وریجو اوبه، کم رنګه چای او نور مایعات ورکړئ، ترڅو د هغې له ناوړه پایلو څخه مخنیوی وشي.

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۳۱

روغتیايي پیغام!

د نشه یي توکو کارول جدي روغتیايي، رواني او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي، له کارونې څخه یې ډډه وکړئ.

Health message
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۱۷

روغتیایي پیغام!

د خوراکي توکو د ساتلو لپاره له سرپوښ لرونکو لوښو څخه کار واخلئ، ځکه دا د هغو د پاک ساتلو ښه لاره ده؛ ترڅو ناروغ نه شئ.

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۲۶

روغتیایي پیغام!

رواني ناروغانو سره د درملو په کارولو او د رواني ـ ټولنیزو مشورو په ناستو کې د ګډون په موخه مرسته وکړئ، تر څو ژر روغ شي.

Health message

 

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۱

روغتیايي پيغام!

د معاينې پر مهال خپلې ټولې روغتيايي ستونزې ډاکټر ته ووایئ او د هغه پوښتنو ته سم ځواب ورکړئ؛ تر څو مو ښه درملنه وشي.

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۳۶

روغتیايي پيغام!

که په سترګو کې مو څه څېز ولوېږي، د رخت ټوټې په وسيله يې له ايستلو او موښلو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه دغه کار ممکن ستاسې د سترګو زيانمنېدو سبب وګرځي.

Health message

 

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۸:۱۸

روغتيايي پيغام!

که تشخیص شوه، چې د وينې فشار مو لوړ دی، نو باید له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ او په خپل سر د‌ درملو له کارونې په کلکه ډډه وکړئ؛ تر څو مو پر وخت درملنه وشي او د ناروغۍ له ناوړه پايلو څخه مخنيوی وشي.

Health message

 

Pagination