لیکنې

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۱۱

روغتیايي پیغام!

نری رنځ یوه ساري ناروغي ده، چې ډېری وخت سږي اغېزمنوي او د ټوخي او پرنجي له لارې له ناروغ کس څخه روغ کس ته لېږدېدای شي. که پر وخت يې تشخیص او درملنه وشي، ناروغ په بشپړه توګه رغېدای شي.

MOPH

 

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۲۸

روغتیايي پیغام!

سینه بغل د سږو یوه انتاني ناروغي ده، چې ماشومان له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ کولای شي. ټوخی، تبه او د ساه اخیستلو ستونزه یې له مهمو نښو څخه دي، د دغو نښو په څرګندېدو سره ماشوم ژر روغتیايي مرکز ته يوسئ.

د سینه بغل درملنه مه ځنډوئ!

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۰

روغتیايي سپارښتنه!

د سترګو ځینې ناروغۍ د وخت په تېرېدو د لید د کمېدو لامل کېږي؛ ژر تشخیص او پر وخت درملنه د لید په ساتنه کې مهم رول لري.

١- که د لید په برخه کې بدلون احساس کړئ، د سترګو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ!

٢- د سترګو معاینه د ستونزې له څرګندېدو وروسته مه ځنډوئ!

٣- د ډاکټر له مشورې پرته د سترګو څاڅکي او درمل

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۸:۵۹

روغتیایي پیغام!

د سترګو کمزوري په هر عمر کې رامنځته کېدای شي او زده کړو ته د زده‌کوونکو نه لیوالتیا هم د سترګو د کمزورۍ لامل کېدای شي؛ نو له همدې امله باید د سترګو متخصص ډاکټر ته مراجعه وشي.

Health message

 

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۷

روغتیايي پیغام!

په لومړیو شپږو میاشتو کې ماشوم ته یوازې د مور شیدې ورکړئ او له شپږو میاشتو وروسته مناسب او بېلا بېل مغذي خواړه ورسره پیل کړئ.

د ماشوم سالمه وده، له سالمې تغذیې پيلېږي.

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۳

روغتیايي پیغام!

د وینې کمښت د ستړیا، کمزورۍ، سرګرځېدو او ساه لنډۍ لامل کېدای شي، د مخنيوي لپاره يې متوازن او مغذي خواړه وخورئ او که د کمخونۍ نښې لرئ، روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.

د وینې کمښت مخنیوی، د روغتیا ساتنه!

Health message

 

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۳۷

روغتیايي پیغام!

مېوې او سابه اړین ویټامینونه، منرالونه او فایبر لري او د سالمې روغتیا په ساتلو کې مهم رول لري. هڅه وکړئ، چې په ورځنيو خوړو کې مو بېلابېلې مېوې او تازه سابه شامل کړئ.

ميوې او سابه؛ پياوړې روغتيا!

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۷

روغتیايي پیغام!

هیپاټایټس B د ځیګر یوه ویروسي ناروغي ده چې د اخته کس د وینې او ځینو بدني مایعاتو له لارې روغ کس ته انتقالېږي. د واکسین له لارې د دې ناروغۍ مخنیوی کېدای شي؛ نو د هیپاټایټس B واکسین په ټاکلي وخت ترلاسه کړئ.

د هیپاټایټس B پر وړاندې واکسین، د روغتیا لپاره خوندي ګام!

Health message

 

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۷

روغتیايي سپارښتنه!

د ډېر لوړ غږ او شور سره مخامخ کېدل د اورېدلو حس ته زیان رسولای شي.

د غوږونو د ساتنې لپاره لاندې سپارښتنو ته پام وکړئ:

١- له ډېر لوړ غږ څخه ځان وساتئ.

٢- هیډفون ډېر مه کاروئ.

۳- هېڅ شی د غوږ دننه مه ننباسئ.

٥- که په اورېدلو کې کمښت، درد یا دوامدار شور احساس کړئ، د مسلکي روغتیايي کارکوونکي سره

Pagination