روغتیايي سپارښتنه!

rasooli_admin

لاندې ټکو ته په پاملرنې سره په ډينګي ناروغۍ د اخته کېدو خطر را کم کړئ!

د ډينګي غوماشي په کور دننه او له کوره بهر له اوبو څخه په ډکو لوښو کې تکثر کوي.

۱ـ د اوبو ساتلو ټول کارول شوي شيان لکه بوتلونه او ورته نور لرې کړئ.

۲ـ هره اوونۍ د اوبو ساتلو لوښي خالي، پاک او پریمنځئ.

۳ـ د اوبو ساتلو ذخيرې وپوښئ.

۴ـ د اوبو ساتلو هغه لوښي چې ګټه ترې نه اخلئ، چپه یې کېږدئ او د اوبو پاتې کېدلو څخه يې وساتئ.

۵ـ ويالې، ډنډونه او کنارابونه پاک کړئ.

۶ـ د ګلدانونو د لوښو اوبه بدلې کړئ.

يادونه: د بوتل سر هم کولای شي چې د غوماشو د تكثر لپاره کافي اوبه ولري!

Health message