ټول خبرونه
د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د سرویلانس حمایوي ټیمونو (SST) لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
دغه پروګرام د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا، د روغتیايي معلوماتو د کیفیت لوړولو او د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی دی.
. . .د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د 1.5 میلیونه افغانیو په لګښت يوه روغتيايي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
دغه ودانۍ د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په هڅو د شیرزادو ولسوالۍ د سوداګرو په شخصي لګښت د ماماخیلو په بشپړ روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم د درملنې څانګې لپاره جوړه. . .
د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یو نوی روغتیايي مرکز پرانیستل شو
د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ شامکار سیمه کې د سیمې اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یو نوي روغتیايي مرکز (FFHC) پرانیسته تر سره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .
د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .
د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له شارژدافیر، ښاغلي سادین ایلد سره ليدنه وکړه
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د زړه په ولادي نیمګړتیاوو د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د اسانتياوو زیاتولو، په ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو. . .
نږدې ۳۰ ټنه درمل چې په تېرو پنځو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل په ځمکني ګمرک کې راټول شوي وو، له منځه یوړل شول
په دغو درملو کې هغه درمل شامل وو، چې د کیفیت د نهتأیید یا بېرته مستردېدو له امله ساتل شوي وو او د ساتنې په موده کې یې د اعتبار نېټه هم پای ته رسېدلې وه.
دا درمل د اړوندو ادارو د. . .
د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازو سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو د ICRC له مرکزي دفتر څخه ښاغلي ګېرارډ شمېټ او د افغانستان لپاره د دې کمېټې مشر ښاغلي پاټریک مویهو شتون درلود، د سره صلیب. . .
د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د افغانستان نړیوال بانک (AIB) په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او داوطلبانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو
په دې کمپاین کې له ۵۲ تنو مسؤلینو او مراجعينو څخه ۲۶ زره سي سي وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع شي.
د. . .
