ټول خبرونه
د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ننګرهار ولایت کې د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه وټاکله.
د دې کمېټې د ټاکلو موخه د ډینګي. . .
د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي د دې وزارت د نقلیه وسایطو ارزونې په موخه يو شمېر ولایتونو ته سفر تر سره کړ
د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د دې وزارت د ترانسپورټ امر، ثابت الله صدیقي په مشرۍ درې کسیز تخنیکي پلاوي د دې وزارت نقلیه وسایطو د وضعیت ارزونې په موخه بدخشان، تخار، کندز،. . .
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي پکتیا ولایت ته سفر په ترڅ کې د زرمت ولسوالۍ له روغتون څخه لیدنه وکړه
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادې لیدنې پر مهال د روغتون بېلابېلې څانګې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر وکاته او د شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې. . .
د کونړ ولایتي روغتون د هیموډیالیز څانګې سره د جلاله خیریه بنسټ له لوري د ۱۳۷ زره افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي توکي مرسته وشوه
یاد طبي توکي د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په شتون کې د هیموډیالیز څانګې مسؤلینو ته وسپارل شول. دغه مرسته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ او د ډایالیز ناروغانو لپاره. . .
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په پکتیکا ولایت کې د روغتیايي مرکزونه فعاليتونه و ارزول
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتيا پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ولایتي روغتون او د. . .
د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۵۱ ميليونه او ۸۵۰ زره افغانيو په ارزښت د کندهار ولایت د عینو مېنې روغتون لپاره یوه پايه MRI او يوه پايه CT-Scan دستګاوې پېرل کېږي
عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه یوه پایه MRI 1.5 Tesla او یوه پایه. . .
د پکتیکا ولایت عامې روغتیا رياست لپاره نوی رئيس معرفي شو
د عامې روغتیا وزارت د مقام په وړاندیز او د ریاستالوزراء عالي مقام د حکم له منظورۍ وروسته ښاغلی میرزا علي خان د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د عامې روغتیا. . .
د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل شوې
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چک ولسوالۍ په سیبکو سیمه کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د يو عمومي روغتون د بنسټ. . .
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته شپږمه مصوبه تشریح شوه
د عامې روغتیا وزارت د مقام تر منظورۍ وروسته د شپږمې مصوبې د معرفي او تشریح په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ او کارکوونکو په ګډون غونډه تر سره شوه
په دې غونډه کې د خوړو او درملو. . .
