ټول خبرونه
اختر له روغتیایي کارکوونکو سره!
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نېکمرغه لوی اختر په لمړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رئیسانو په ملتیا په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي. . .
د عامې روغتیا وزارت د کابل روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو ته د BLS (لومړنیو مرستندویه کړنو) روزنیز پروګرام ترسره کړ
د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د کابل ولایت د یو شمېر روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو. . .
د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ په اړه د ۳۴ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ
د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی. . .
تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ
د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت. . .
په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .
د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې نوی بشپړ روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند د احمدشاهي مېنې نوی بشپړ روغتیايي مرکز د ۲۴ میلیونه او ۸۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د یاد روغتیايي مرکز پرانیستې مراسمو. . .
د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د یخچال سیمې نوی بشپړ روغتیايي مرکز د ۲۵ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د یاد روغتیايي مرکز پرانیستې مراسمو کې چې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب الله فاتح او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود، د عامې روغتیا رئیس وویل: د. . .
د بدخشان عامې روغتیا ریاست د نظارت پر مهال ۲ د کېک او کلچو فابریکې وتړلې او له نېټې تېر درمل یې راټول کړل
د بدخشان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د دغه ولایت روغتون ته څېرمه سیمه کې له یو شمېر رسټورانټونو، د کېک او کلچو توليدي کارخونو او ځینو روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ
د. . .
پکتیا ولایت کې ۴۲ ټنه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول
دغه درمل او خوراکي توکي د پکتیا عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم له لوري د تېر یو کال په بهیر کې د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي وو، چې د اړوندو مسؤلینو په شتون کې. . .
