د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د سرویلانس څانګو د ارقامو مديرانو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۴
MOPH

په دې روزنیز پروګرام کې به ګډونوالو ته د سرویلانس د ارقامو راټولولو، یو ځاي کولو، تحلیل او بیا د راپور ورکولو د معیاري لارو چارو په اړه معلومات ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو د کیفیت لوړولو، دقت او شفافیت پر اهمیت ټینګار وکړ او زياته يې کړه، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او سرویلانس سیستم د اغېزمنتیا لپاره پر وخت معلوماتو راټولول مهم رول لري.

نوموړي، د یاد پروګرام د ملاتړ امله له روغتیا نړیوال سازمان څخه مننه وکړه او د روغتیايي معلوماتو د کیفیت لوړولو او سرویلانس سیستم د پیاوړتیا برخه کې يې د دغه سازمان همکاري ارزښتناکه وګڼله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS