لیکنې
روغتیايي پیغام
کله مو چې ماشوم ناروغ وي، نو هغه ته په لږ مقدار څو څو ځلې خواړه ورکړئ؛ تر څو په اسانۍ سره یې هضم او جذب ترسره شي.

روغتیايي پیغام!
ګرانو روژه نیونکو، په ناڅاپي ډول د ځینو درملو بندول خورا خطرناک دي، نو د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو درملو د بندولو او کارولو د څرنګوالي په اړه د خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ

روغتیايي پیغام !
درمل د رواني ستونزو د درملنې یوازینۍ لار نه ده؛ بلکې د درملو تر څنګ، ټولنیزې رواني مشورې هم د رواني ناروغانو په درملنه کې اړین رول لوبوي.

روغتیايي پیغام!
والدین باید خپلو ماشومانو ته زده کړي، چې سړکونه خطرناک ځایونه دي؛ تر څو د پارک پر ځای یې سړکونه د ماشومانو د لوبو ځایونه ونه ګرځي.

روغتیايي پیغام!
هیڅکله د ستړیا او خوب پر مهال موټر مه چلوئ، که چېرې تاسې په موټر کې لرې ځای ته سفر لرۍ؛ نو د ډېر وخت لپاره د موټر چلولو دمخه په کافي اندازه خوب او ارام وکړئ.

روغتیایي پیغام!
د موټر چلولو پر مهال په ګرځنده ټلیفون کې متن لیکل او خبرې کول د ترافیکي پېښو یو له مهمو لاملونو څخه دی.

روغتیايي پیغام!
د ترافیکي پېښو څخه د مخنیوي لپاره، خپلو ماشومانو ته د ترافیکي نښو کارول او د موټرونو د ټکر په ترڅ کې د ځان ساتلو لارې چارې ورزده کړئ.

روغتیايي پیغام!
مات شوي هډوکي ته د حرکت ورکولو څخه ډډه وکړئ؛ تر څو د نورو روغتیايي ستونزو او ناوړه پایلو لامل نه شي
