لیکنې
روغتیايي پیغام!
ټول دولتي او غیر دولتي ارګانونه چې د ایکسرې مرکزونه لري مسؤلیت لري، چې ټول هغه محافظتي تدابیر پلي کړي، چې د شعاعي تکنالوژۍ په کارولو کې اړین دي؛ تر څو خلک د ایکسرې د ناوړه اغېزو څخه خوندي اوسي.

روغتیايي پیغام !
ټپ په اوبو او صابون له وینځلو وروسته په الکول او تینچر سره پاک او وتړئ او د اړتیا پرمهال ناروغ مو روغتیايي مرکز ته یوسئ.

روغتیايي پيغام!
کوچنیانو ته د غوږ د درد پرمهال د روغتیايي کارکوونکي له لارښوونې پرته د غوږ قطرې، شیدې او یا تېل په غوږونو کې مه څڅوئ.
له ځانګړو شرایطو پرته په ډېرو حالاتو کې یاد مواد د غوږ د پردې د خرابېدو او آند سوري کېدو سبب هم ګرځېدای شي.

روغتیايي پیغام!
که ماشوم مو ناروغ هم وي د واکسین لپاره یې په ټاکلې نېټه روغتیايي مرکز ته یوسئ؛ تر څو د ماشومتوب دورې له خطرناکو ناروغیو څخه و ژغورل شي.

روغتیايي پیغام !
هر مراجعه کونکی باید د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره نظم او نوبت په پام کې ونیسي او امېدوارو میندو، معلولینو او زیات عمر لرونکو ته د لومړیتوب حق ورکړي؛ ځکه چې نوموړي کسان تر نورو ډېر او بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

روغتيايي پیغام!
هېڅکله د ناروغ یخ وهلی غړی اور ته مه نېږدې کوئ؛ ځکه پرته له دې چې ناروغ تودوخه حس کړي، کېدای شي یخ وهلی غړی وسوځيږي.

روغتیايي پیغام
په ماشومانو کې د سترګو د دید انحراف (کوږوالی) د عینکو په واسطه د اصلاح وړ دی، خو لویان جراحي عملیات ته اړتیا لري، په لویانو کې د جراحي عملیات په واسطه د سترګو کوږوالی لرې کېږي، خو د سترګو له لاسه ورکول شوی دید بېرته نه راستنېږي.

د نن ورځې روغتیایي پیغام !
ماشومان مو په مینه، ښه اخلاقو او ښو عادتونو سره وروزﺉ، له ګواښونو او سپکاوي څخه ډډه وکړﺉ، همدارنګه د نشه يي توکو څخه د استعمال په ضررونو یې وپوهوﺉ؛ ځکه چې د نشه يي توکو استعمال ستاسو د ماشومانو د ذهني وړتیا، زده کړې او ټولنیزو اړیکو په ګډون د ژوند ټولې برخې ګډوډوي.
