لیکنې

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۲۱

روغتیايي پیغام!

کله چې له درملتون یا روغتیايي مرکز څخه درمل اخلئ، د درملو اندازې، د کارونې وخت او د استعمال طریقې په اړه ځان ډاډمن کړئ؛ ترڅو روغ شئ او د جانبي عوارضو مخنیوی وشي.

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۵

روغتیايي پیغام!

د امیندوارۍ پر مهال درانه کارونه د مور او ماشوم روغتیا ته زیان رسوي. له همدې امله، د کورنۍ هر غړی باید له امیندواره مېرمنې سره د ورځنیو کارونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۳۳

روغتيايي پيغام!

د توبرکلوز ناروغانو د ژر روغېدو او د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره د ناروغانو د اوسېدو خونې باید تازه او ازاده هوا ولري او هم د لمر وړانګې ور داخل شي.

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۲

روغتيايي پيغام!

کله چې ټوخی یا پرنجی کوئ، خپله خوله او پوزه په دستمال یا د لاس په څنګل پټه کړئ؛ ترڅو د تنفسي ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

Health message

 

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۱۴

روغتيايي پيغام!

خپل چاپېریال شین او زرغون کړئ؛ څو د هوا د ککړتیا په مخنیوی سره خپله روغتیا وساتئ.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۱

روغتیايي پیغام!

د خوراکي توکو د ساتنې لپاره له سرپوښ لرونکو لوښو څخه، چې د خوراکي توکو د پاک ساتلو یوه ښه لاره ده کار واخلئ؛ تر څو ناروغ نه شئ.

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۸:۴۲

روغتیايي پیغام!

د چاغوالي، شکر ناروغۍ او د وینې لوړ فشار د مخنیوي لپاره له ډېرو غوړو او خوږو خوړو څخه ډډه وکړئ

Health message

 

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۰

روغتیايي پیغام!

په ګرځنده ټیلیفون کې د اوږدې مودې لپاره له مکالمې ډډه وکړئ؛ څو د برېښنايي مقناطیسي څپو له زیانونو څخه خوندي پاتې شئ.

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۴۹

روغتیایي پیغام!

مېوې او سبزیجات د خوړلو له مخه ومینځئ او د میکروبونو د له منځه وړلو لپاره یې د کلورین یا پتاشیم پرمنګنیټ په محلول کې د ۳۰ دقیقو لپاره کېږدئ؛ څو له میکروبونو پاک او ستاسې د ناروغ کېدو لامل نه شي.

Health message

 

Pagination