لیکنې

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۹:۱۵

روغتیايي پیغام!

د انتي بیوټیک درملو استعمال باید د تجویز شوي دورې تر پایه دوام ومومي، که څه هم د ناروغۍ علایم مخکې له وخت څخه لرې شي. د دوا ژر قطع کول کېدای شي د ناروغۍ بیا راګرځېدو او د انتي بیوټیک درملو په وړاندې د مقاومت د رامنځته کېدو سبب شي.

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۸:۵۲

روغتیایي پیغام!

تل خپل نوکان لنډ او پاک وساتئ؛ ترڅو د خوړو ککړتیا مخنیوی وشي او له ناروغیو خوندي پاتې شئ.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۵۵

روغتیایي پیغام!

میوې او سابه باید د خوړلو څخه مخکې ښه ووینځل شي او د ۳۰ دقیقو لپاره دې د کلورین یا پتاس (پوتاشیم پرمنګنیټ) محلول کې کېښودل شي؛ ترڅو له میکروبونو څخه پاک شي او ستاسې د ناروغۍ سبب ونه ګرځي.

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۵۳

روغتیایي پیغام!

که چېرې تشخیص شي چې ستاسې د وینې فشار لوړ دی، باید له معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ او په خپل سري ډول د درملو له کارولو څخه جدي ډډه وکړئ؛ ترڅو ستاسې د ناروغۍ پر وخت درملنه وشي او د ناوړه پایلو مخه ونیول شي.

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۳:۴۶

روغتیایي پیغام!

درمل باید په یخ ځای او د لمر له وړانګو څخه لرې وساتل شي؛ ترڅو یې کیفیت خراب نه شي.

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۲۵

روغتیایي پیغام!

د ټوخي یا پرنجي پر مهال مو خوله او پوزه په دستمال یا څنګل پټه کړئ؛ ترڅو د تنفسي ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړئ.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴۳

روغتیايي پیغام!

د سترګو د ښه لید لپاره د مطالعې یا کار پر مهال له کمې یا زیاتې رڼا (روښنایۍ) څخه ډډه وکړئ.

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۰

روغتیايي پیغام!

ګرځنده ټیلفون له زړه څخه لرې وساتئ، تر څو د الکترو مقناطیسي څپو له ناوړه اغېزو خوندي اوسئ.

Health message

 

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۵۲

روغتيايي پيغام!

خواړه له پخولو وروسته سمدستي وخورئ او د اوږدې مودې لپاره یې په ګرم ځای کې مه ساتئ، تر څو د باسي کېدو مخه یې ونیول شي او د ناروغۍ لامل نه شي.

Health message

 

Pagination