لیکنې

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۳:۳۸

روغتیايي پیغام!

که ماشوم مو ناروغ هم وي د واکسین لپاره یې په ټاکلې نېټه روغتیايي مرکز ته یوسئ؛ تر څو د ماشومتوب دورې له خطرناکو ناروغیو څخه و ژغورل شي.

تت

 

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۵:۴۰

روغتیايي پیغام !

هر مراجعه کونکی باید د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره نظم او نوبت په پام کې ونیسي او امېدوارو میندو، معلولینو او زیات عمر لرونکو ته د لومړیتوب حق ورکړي؛ ځکه چې نوموړي کسان تر نورو ډېر او بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

نن

 

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۳:۵۹

روغتيايي پیغام!


هېڅکله د ناروغ یخ وهلی غړی اور ته مه نېږدې کوئ؛ ځکه پرته له دې چې ناروغ تودوخه حس کړي، کېدای شي یخ وهلی غړی وسوځيږي.

Health message

 

شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۵:۵۹

روغتیايي پیغام

 د معلولیت څخه د مخنیوي لپاره، ماشومان د سختو کارونو ترسره کولو ته مه اړ باسئ.

ننن

 

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۴:۲۹

روغتیايي پیغام

په ماشومانو  کې د سترګو د دید انحراف (کوږوالی) د عینکو په واسطه د اصلاح وړ دی، خو  لویان جراحي عملیات ته اړتیا لري، په لویانو کې د جراحي عملیات په واسطه د سترګو کوږوالی لرې کېږي، خو د سترګو له لاسه ورکول شوی دید  بېرته نه راستنېږي.

 

نن

 

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۵:۵۵

د نن ورځې روغتیایي پیغام !

ماشومان مو په مینه، ښه اخلاقو او ښو عادتونو سره  وروزﺉ، له ګواښونو او سپکاوي څخه ډډه وکړﺉ،  همدارنګه د نشه يي توکو څخه د استعمال په ضررونو یې وپوهوﺉ؛ ځکه چې د نشه يي توکو استعمال ستاسو د ماشومانو د ذهني وړتیا، زده کړې او ټولنیزو اړیکو په ګډون د ژوند ټولې برخې ګډوډوي.

یس

 

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۵:۲۱

د نن ورځې روغتیایي پیغام !

د مسموم کېدو په وخت کې هڅه وکړئ، چې  ناروغ  ژر تر ژره ډاکټر او یا روغتون ته یوسئ؛ تر څو په وخت یې درملنه وشي.

 

نن

 

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۵:۸

د نن ورځې روغتیایي پیغام !

د رواني ستونزو د مخنیوي  او بېړنۍ روغتیا تر لاسه کولو لپاره، موږ باید تل منظم فعالیتونه لکه؛ عبادت، فزیکي فعالیتونه، سپورت، منظم خوب، مناسبه تغذیه او د کورنۍ او ملګرو سره ښې اړیکې ولرو.

nn

 

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۹:۲۱

دنن ورزی روغتایی پیغام

میندې باید د خپلو ماشومانو د روغو سترګو او لید لرلو لپاره؛ ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي.

دنن ورزی روغتایی پیغام

 

Pagination