غزني ولایت کې په نشه يي توکو د ۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه ترسره شوه
د غزني عامې روغتیا رییس، ډاکټرمحمد زرک ځیرک په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل: " دغه روږدي کسان د غزني ښار له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه د روږدو ناروغانو ۵۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي وو، چې له ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.