د قرارداد د ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو د قانون د دري څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې په اساس ټولو ته خبر ور کول کېږی، چې د افغان جاپان ساري ناروغیو درملنې روغتون په نظر کې لري، چې د ضرورت وړ یو قلم ډیزل تېلو او دوه قلمه مبلایلو قرارداد د (افغانستان نفتو او ګازو امارتي شرکت) ته چې اوولسمه ناحیه د خیرخانې کوتل کابل ـ افغانستان کې موقعیت لري د (2605000) د دوه میلیونه شپږ سوه پنځه زره افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې لري، کولای شي چې خپله نیوکه د دغه اعلان د نشر څخه له خپرېدو تر ۷ تقویمي ورځو پورې په لیکي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د افغان جاپان ساري ناروغیو روغتون ته چې په شپږمه ناحیه، دارالامان د سناتوریم په تم ځای کې موقعیت لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد ورکولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.