د روغتیا ملي ستراتېژۍ د پراختیا او تدوین په موخه د رهبرۍ کمېټې لومړۍ ناسته ترسره شو

rasooli_admin
Tue, Mar 25 2025 10:19 AM
moph

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د وزارت مرکزي رئیسانو، د مقام دفتر مشاورینو، د خوړو او درملو معینیت، طبي شورا او روغتیا ملي انسټېټیوټ استازو ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د فرعي کمېټو د غړو پر ټاکلو، د دې کمېټو غړو ته د لایحې وظایفو برابرولو، د ستراتیژۍ د تدوین برخه کې  اړوندو ادارو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ او د یادې ستراتېژۍ د پراختیا او نهایي کولو اړوند خبرې وشوې، چې ګډونوالو هم په یادو برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د هېواد روغتیايي سکټور ښه والي په موخه د روغتیا ملي ستراتیژۍ پراختیا او تدوین یو مهم ګام وباله او د یادې کمېټې له غړو یې وغوښتل، چې سپارل شویو مسؤلیتونو ته رسېدنه وکړي.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS