د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د نیمه پاتې رغنیزو پروژو د چارو بیا ځلي پیل پر څرنګوالي، د رغنیزو چارو پر کیفیت او سرعت، د ختیځ کمپلکس او همدارنګه د کنړ ولایتي روغتون د رغنیزو چارو اړوند هر اړخیزې خبرې تر سره شوې.
ښاغلي وزیر وویل، ولسونه روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري نو په همدې اساس باید هر څه ژر د عامې روغتیا وزارت اړوند نیمه پاتې رغنیزو پروژو کارونه په ګډه تر سره کړو، تر څو ولسونو ته خدمات چمتو او له معیاري روغتیایي خدماتو څخه برخمن شي.
بل لور د ملي پراختیا شرکت رئیس ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند پروژو ته به ځانګړې پاملرنه کوي تر څو ژر تر ژره یې چارې تر سره او روغتیایي خدماتو ته اماده شي.