فراه کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو او روغتیايي تاسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د فراه د عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي شیخ میر "صدام" په هدایت، د یاد ریاست د څارنې او پلټنې امریت د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې له درې درملتونونو، یو خصوصي کلینیک او د خوراکي توکو دوه پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ.
دا نظارت چې د درملو د کیفیت، د مسلکي کارمندانو د شتون او قانوني اسنادو ارزولو په موخه ترسره شو، پایله کې یې ۵۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د عامې روغتیا ریاست ګُدام ته ولېږدول شول، چې وروسته به د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یوړل شي.
سربېره پردې، روغتیايي کارکوونکو او پلورونکو ته اړینې سپارښتنې تر سره او ټینګار وشو، چې ورته نظارتونه به دوام ولري؛ ترڅو خلکو ته کیفیت لرونکي او خوندي روغتیايي خدمات وړاندې شي.