فراه کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو او روغتیايي تاسیساتو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۳:۳۰
MOPH

د فراه د عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي شیخ میر "صدام" په هدایت، د یاد ریاست د څارنې او پلټنې امریت د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې له درې درملتونونو، یو خصوصي کلینیک او د خوراکي توکو دوه پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ.

دا نظارت چې د درملو د کیفیت، د مسلکي کارمندانو د شتون او قانوني اسنادو ارزولو په موخه ترسره شو، پایله کې یې ۵۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د عامې روغتیا ریاست ګُدام ته ولېږدول شول، چې وروسته به د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یوړل شي.

سربېره پردې، روغتیايي کارکوونکو او پلورونکو ته اړینې سپارښتنې تر سره او ټینګار وشو، چې ورته نظارتونه به دوام ولري؛ ترڅو خلکو ته کیفیت لرونکي او خوندي روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS