جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیضاباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې ولسوالۍ له ۳۰ بستریز روغتون او دوستي افغان ترک د ماشومانو له روغتون څخه یې لیدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د کارکوونکو شتون، درمل او طبي تجهیزات، لابراتوارونه، حفظالصحې، د انتاناتو کنټرول، د ثبت او راپور ورکولو سیستم او عمومي وضعیت وارزول شول.
همدارنګه، د خدمتونو د کیفیت لوړولو، د ساري ناروغیو د کنټرول، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې تر سره او پر حساب ورکوونې او شفافیت يې ټينګار وکړ.
