د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت د عامې روغتیا رئیس، قاري ذبیح‌الله حسيني سره ناسته ترسره او له ولایتي روغتون او یو شمېر دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو وضعیت، لابراتوارونه، حفظ‌الصحې، د انتاناتو کنټرول، د ثبت او راپور ورکولو سیستم او عمومي وضعیت وارزول شول.

همدارنګه، د خدمتونو د کیفیت لوړولو، د ساري ناروغیو د کنټرول، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې تر سره او پر حساب‌ ورکونې او شفافیت يې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۱:۵۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې ۸۹ قلمه بې‌ کیفیته او له نېټې تېر درمل راټول شول

د کاپیسا ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د یاد ولایت کوهستان ولسوالې کې له درملتونونو او یوناني طبابت مرکزونو څخه د څارنې په پایله کې ۸۹ قلمه بې‌کیفیته او له نېټې تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د روغتیايي زیربناوو او خدمتونو پراختیا:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۲۵۳.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ننګرهار ولایت حصار شاهي بشپړ روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم څانکې لپاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د درملو او طبي تجهیزاتو وېش:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بادغیس، دایکندي، غور، کاپیسا، کونړ او بلخ ولایتونو ته ۳۴۰۹ قلمه درمل او طبي تجهیزات. . .

BACK TO NEWS