د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!
د روغتیايي زیربناوو او خدمتونو پراختیا:
د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۲۵۳.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ننګرهار ولایت حصار شاهي بشپړ روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم څانکې لپاره یوه معیاري ودانۍ، زابل، کونړ، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې څلور روغتیايي مرکزونه، په تخار ولایت کې دوه روغتیايي ځالې او د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې د لس بستریز جدی پاملرنې خونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
همدارنګه، د ۲۶.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت په لغمان او نورستان ولایتونو کې پنځه روغتیايي مرکزونه، د غور ولایت ۴۰ بستریز او سیمه ییز روغتونونو کې ۳۰۰ کیلو واټه بریښنايي سیستم چارو پیل، د ۶ سوه زرو افغانیو په ارزښت د کونړ ولایت روزنیز تالار لپاره د بریښنا سیستم فعالېدل او پکتیا، کاپیسا او تخار ولایتونو کې لس روغتیايي پروژې پلي شوي دي.
