د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د طبي متخصصینو شورا ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي، د طبي متخصصینو شورا غړو، د کابل طبي پوهنتون رئیس، د طبي شورا او د اړوندو ادارو مسؤلینو شتون درلود ، ۳۰ تنه استادانو ته د علمي رتبو ورکولو، د بهرنیو ډاکټرانو د فعالیتونو ارزونې او په ولایتونو کې د تخصص پروګرام پر وړاندې د شته ستونزو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د علمي رتبو ورکولو برخه کې پر شفافیت او دقت ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې، همدارنګه ښاغلي مرستیال زیاته کړه ، په کومو ولایتونو کې چې د تخصص پروګرام پر وړاندې ستونزې موجودې وي، باید وڅېړل شي او ورته لازمه رسېدنه وشي.
همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس، ډاکټر نثار احمد نیازي د طبي متخصصینو شورا د وظایفو لایحه ګډونوالو ته تشریح کړه او د یادې لایحې د لا ښه تطبیق لپاره یې ګډې هڅې اړینې وبللې.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو موضوعاتو به په راتلونکې ناسته کې مهمې پریکړې ترسره شي؛ ترڅو د طبي متخصصینو د علمي رتبو بهیر شفاف، پیاوړی او د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ شي.