د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ابن سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون، جنګلک ۴۵۰ بستریز، د پلچرخي ۱۰۰ بستریز ځوانانو، ۵۰ بستریز د اغوش کمپ، ۱۰۰ بستریز او کوهدامن ۲۰ بستریز روغتونونو  اٰړوند د  طبي وسایلو  تدارک پروژه، چې د (MOPH/1404/NCB/G-3028) ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپاڼی سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنجشنبې ورځې چې د (1404/10/18) ه ش نېټې سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په ( ۱۰) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري وسپاري.

 ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.