د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دې وزارت اړوند د زړه جراحي طبي تجهیزاتو پروژې اړوند یو پایه Cath Lab  ماشین چمتو کول او تدارک پروژه د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره چې د پېژندنې شمېره یې  (MOPH/1404/NCB/G-2779) ده، تړون یې د (نور شفا نوري لمیټیډ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت

 (81790) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (چکنوري بازار، سرخرودي مارکیټ، جلال اباد ښار، ننګرهار) کې دی. چې د تړون بیه یې (61,666,400) یو شپېته میلیونه شپږ سوه شپږ شپېته زره او څلور سوه  افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند  د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.