د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د (د صحت طفل اندراګاندي روغتون د اړتیا وړ ۷۴ قلمه طبي د زړه جراحي ملزمې چمتو کولو او تدارک پروژه)، چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-2708) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونه او د شرطپاڼې له شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر (یکشنبې) ورځې چې د ( 09/01/1405) هـ ش نېټې سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په «۱۰» بجو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې تر سره کېږي.