په تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د مرکز کابل په رابعه بلخي روغتون کې شاوخوا (۱۶۵۴۰) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
Sun, Apr 05 2026 3:54 PM
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي (۵۹۰۰) ستر عملیاتونه او (۱۰۶۴۰) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۴۲۹۳۲) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۲۹۷۱۵) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.