په فراه ولایت کې څه باندې څلور ټنه بېکیفیته تور چای له منځه یوړل شو
دغه چای چې له کینیا هېواد څخه وارد شوی و، د ګډ نظارتي ټیم، سیمهییزو مسؤلینو او د رسنیو د استازو په شتون کې په شیخ ابونصر فراهی بندر کې له منځه یوړل شو.
د فراه د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد ولي احمدزي د یاد چای د منفي پایلو په تائید سره وویل، چې دا محصول (۹) ځله لابراتواري ازموینو ته وړاندې شوی و، خو په ټولو ازموینو کې یې پایلې منفي ثبت شوې وې، چې نن د ګډ نظارتي ټیم په شتون کې له منځه یوړل شو.
نوموړي زیاته کړه، وارداتي توکي یوازې هغه وخت هېواد ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کوي، چې دقیقې لابراتواري ازموینې یې ترسره او مثبتې پایلې ولري.
