په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د کابل ولایت اوسېدونکي له اساسي روغتیايي خدمتونو څخه برخمن او (۹) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د AIL مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
