د غزني د عامې روغتیا ریاست شاوخوا ۳۵ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول
د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارت او ارزونې آمریت د تېرو ۹ میاشتو په جریان کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له درملتونونو، عمده پلورنځیو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه د څارنې پر مهال شاوخوا ۳۵ ټنه له نېټې تېر درمل، خوراکي توکي او سینګار توکي راټول کړي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه توکي د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسولخان «نظري» او مل پلاوي په حضور کې د دشت عليلالا په خوندي ساحه کې وسوځول شول.
