د غزني د عامې روغتیا ریاست شاوخوا ۳۵ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۵۶
MOPH

د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارت او ارزونې آمریت د تېرو ۹ میاشتو په جریان کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له درملتونونو، عمده پلورنځیو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه د څارنې پر مهال شاوخوا ۳۵ ټنه له نېټې تېر درمل، خوراکي توکي او سینګار توکي راټول کړي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه توکي د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول‌خان «نظري» او مل پلاوي په حضور کې د دشت علي‌لالا په خوندي ساحه کې وسوځول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۵
Background image

ننګرهار کې د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون لپاره د پنځه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۴ قلمه مهم طبي وسایل وپېرل شول

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د يادو وسایلو د تسلیمۍ پر مهال د وسایلو په سم استعمال، ساتنه او مراقبت ټینګار وکړ او ويې ويل: دغه وسایل د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۲
Background image

د اتصالات مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اتصالات مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ۵۰ تنو کارکوونکو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د ننګرهار سيمه ييز تخصصي روغتون مسؤلینو ته د ۳۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت رسمي کالي وسپارل شول

په دې مرسته کې د روغتون د کارکونکو لپاره ۳۰ زره جوړې رسمي جامې شاملې دي، چې د یونیسف دفتر له لوري د ننګرهار سيمه ييز تخصصي روغتون ته ډالۍ او د یاد روغتون مسؤلینو ته وسپارل شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS