د نورګرام ولسوالۍ دملیل او مشفې بنسټیز روغتیايي مرکز ودانۍ افتتاح او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

akbari_admin
Thu, Mar 23 2023 8:42 AM
د نورګرام ولسوالۍ د ملیل او مشفې بنسټیز روغتیايي مرکز ودانۍ افتتاح او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

د ۲۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت د نورګرام ولسوالۍ د ملیل او مشفې بنسټیز روغتیايي مرکز ودانۍ افتتاح او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

د دې روغتیایي مرکز ودانۍ د لویدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ اړوند په ملیل کلي کې د ۲۱ مېلیونه افغانیو په لګښت په ۱۰۸ کاري ورځو کې جوړه شوې چې د ناروغانو کتنځای، انتظار ځای، لابراتوار، درملتون، ولادت خونه، ګارد خونه، د اوبو رسونې سیسټم، تفرېحي پارک، د برېښنا منظم سیسټم او نور ټول لازمې برخې لري.

د یاد ولایت د روغتیايي مسئولینو په وینا په پلان کې ده څو په نږدې راتلونکې کې د نورستان په مختلفو سیمو کې د ۵ نورو روغتیایي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

دغه ودانۍ د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې UNDP په مالي ملاتړ او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا جوړه شوې ده.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS