د تړون ورکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د 1000 بستره ابن سینا,450 بستره جنگلک , 150 بستره دښځو او ماشومانو ,100 بستره دخیرخانی دنویو ځوانانو ,50 بستره پلچرخی,او دکوهدامن 20 بستره دمخدره موادو د معتادینو تداوی مرکزونو اړوند 132 قلمو د درملو تدارک او چمتوکول چی ریفرینس شمیره MOPH/NCB/1402/G-15 ده تړون د (سام گروپ لمتید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (23489) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (ده سبز پارک صنعتی صنایع سبز،کابل مرکز ، کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه 4,698,276 څلور میلیون شپږ سوه و اته نوی زره و دوه سوه شپږ اویا افغانی ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایل په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.