د بیا ورکړې داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د صدري ابن سینا ریاست په ټولو شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د 9000 بالونه طبي اکسیجن د پروژې د(MOPH/ISCH/NCB/1403/ G1) شمېره حوالې (ریفرینس) لرونکی د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼې د یادې ادارې د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه ددې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د 18/01/1403هـ ش نېټه، د (شنبه) د سهار تر لسو بجو پورې د صدري ابن سینا روغتون په کنفرانس خونه (اطاق) کې چې د قصبه پنحلسمې ناحیه سره قرار لري وسپاری. ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه او یا نقدي 73000 (درې اویا زره ) افغانئ دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه 18/01/1403هـ ش نېټه، شنبه د سهار په لسو بجو د صدري ابن سینا روغتون په کنفرانس خونه(اطاق) کې ترسره کیږي.