د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ نمانځغونډه تر سره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ نمانځغونډه ( د تشې ډکول د مور په شیدو د تغذیې ملاتړ د ټولو لپاره) تر شعار لاندې د ځانګړو مراسمو پرمهال ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني، د زراعت وزارت مسلکي مرستیال ، د عامې روغتیا وزارت د یوشمېر ریاستونو رئیسانو، د یونیسیف او خوړونړیوال پروګرام(WFP) استازو ګډون کړی و.
یاد پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونووړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني د مور شیدو پر اهمیت د هراړخیزې وینا ترڅنګ ماشومانو ته د مور د شیدو په ورکولو ټینګار وکړ.
ښاغلي حقاني وویل: عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې په خپلو هلو ځلو سره د نړیوالو علمي مراجعو په استناد ملي پروتوکولونه رامنځته کړي دي چې د دې وزارت مقرارت او ملي لارښودونه د مور د شیدو په واسطه د تغذیې د تقویې اړوند لارښودنې له ځانه سره لري.
دغه راز په دې پروګرام کې د رسنیزې اعلامیې خپرولو تر څنګ په یاده برخه کې ګډونوالو ته د عامه پوهاوي په موخه ترتیب شوی پریزنټیشن وړاندې شو.