سرپل ولایت کې بې کیفیته او له نیټې تیر درمل وسوځول شول
د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو د تطبیق او څارنې ټیم له لوري د دغه ولایت په مرکز کې له درملتونونو څخه څه باندې ۵۰۰ کیلو ګرامه له نیټې تېر او بې کیفیته راټول شوي درمل د بېلابېلو ادارو او رسنیو په شتون کې د ماشومانو له لاسرسي څخه لرې په یوه مناسب ځای کې وسوځول شول.