د تړون ورکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو د اړتیا وړ ۶۵ قلمه ریجینټونو او مصرفي لابراتواري موادو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/NCB/1403/G14 ده د (کشمیر قاسمي تجارتي او لوژستیکي) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۶۲۳۷۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دریمه حصه هوتل پروان، ۱۵ ناحيه مرکز كابل، افغانستان) کې دی.
د تړون لومړنۍ بیه یې (۴،۰۰۰،۰۰۰) څلور میلیونه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا وزارت په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.