۵۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د وقایې کنټرول او د ساري ناروغانو درملنې مدیریت برخو کې څلور ورځنی ورکشاپ ترسر شو

rasooli_admin
Sat, Nov 23 2024 2:35 PM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي ریاست له لوري هرات ولایت کې ۵۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د وقایې کنټرول او د ساري ناروغانو درملنې مدیریت برخو کې څلور ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.

دغه ورکشاپ چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ جوړ شوی و په کې د نیمروز، بادغیس، فراه او غور ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ګډون درلود.

د هرات عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر غلام محمد حنفي د یاد ټرینینګ له ټرینرانو مننه وکړه او دغه راز یې ساري ناروغۍ د روغتیا په برخه کې یو لویه ننګونه یاده کړه چې باید د مخنیوي په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره شي.

د دغه پروګرام په دوام کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ډیپارټمنټ مسئول ډاکټر محمد سمیع کریمي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې لاسونه سره یو او د ساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.او هم خپلې زده کړې له نورو همکارانو سره شریکې کړي.

Latest news

Tue, Nov 19 2024 2:42 PM
Background image

The Spokesperson and Director of Public Relations for the Ministry of Public Convenes a Coordination Meeting with Representatives of Media

Dr. Sharafat Zaman Amar Khil, the spokesperson and director of public relations for the Ministry of Public Health, presided over a high-level coordination meeting with media. . .

Sat, Nov 16 2024 2:02 PM
Background image

Afghan Health Minister Meets WHO Chief to Bolster Global Healthcare Collaboration

The Minister of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, His Excellency Mawlawi Noor Jalal Jalali, held a strategic meeting with the Director-General of the World Health. . .

Sat, Nov 16 2024 9:01 AM
Background image

Afghan Health Minister Joins Global Effort to Combat Antimicrobial Resistance at High-Level Conference in Jeddah

The Minister of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, Honorable Mawlawi Noor Jalal Jalali, has arrived in Jeddah, Saudi Arabia, where he is set to participate in the. . .

BACK TO NEWS