۵۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د وقایې کنټرول او د ساري ناروغانو درملنې مدیریت برخو کې څلور ورځنی ورکشاپ ترسر شو
د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي ریاست له لوري هرات ولایت کې ۵۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د وقایې کنټرول او د ساري ناروغانو درملنې مدیریت برخو کې څلور ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.
دغه ورکشاپ چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ جوړ شوی و په کې د نیمروز، بادغیس، فراه او غور ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ګډون درلود.
د هرات عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر غلام محمد حنفي د یاد ټرینینګ له ټرینرانو مننه وکړه او دغه راز یې ساري ناروغۍ د روغتیا په برخه کې یو لویه ننګونه یاده کړه چې باید د مخنیوي په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره شي.
د دغه پروګرام په دوام کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ډیپارټمنټ مسئول ډاکټر محمد سمیع کریمي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې لاسونه سره یو او د ساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.او هم خپلې زده کړې له نورو همکارانو سره شریکې کړي.