د سرطان کنټرول ملي پروګرام

د نړیوال روغتیایي سازمان د اټکل له مخې هر کال په افغانستان کې 20000 تنه په بیلابیلو سرطانونو باندې اخته کیږي او15000 د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، کوم سرطانونه چې په عام ډول سره په افغانستان کې لیدل کیږي عبارت د له سینې، معدې، مرئ، شونډو او د خولې پورې آړوند سرطانونه، رحم او د سږو سرطانونه دي.                                                                                   

د ذکر شوي آرقامو په نظر کې نیولو سره او د تشخیص او درملنې د نه موجودیت په اساس د عامې روغتیا وزارت په 2016 میلادي کال کې په لومړي ځل د سرطان د تشخیص او درملنې پروژه رامنځ ته کړه چې موخه یی ګرانو هیوادوالو ته د سرطان په برخه کې د خدماتو وړاندې کول وه، دغې پروژې وشو کولای چې د جمهوریت په روغتون کې د 10 بسترو په لرلو سره د سراپا او 29 بسترو په لرولو سره  د بستر په برخه کې مرکز ایجاد او خدمات وړاندې کړي.

په 2017 میلادي کال کې د سرطان د تشخیص او درملنې پروژه د سرطان د کنټرول ملي پروګرام ته ارتقا وکړه  ترڅو په دغه برخه کې نور رغنده فعالیتونه د وقایې، پروخت تشخیص، تشخیص او درملنه، حمایوي مراقبتونه، سرویلانس او د سرطانی ناروغیو د ثبت په برخه کې وړاندې کړي.

عمومي هدف

د مړینې د کچه کموالی او په سرطان اخته خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د فعالیتونو تر سره کول.

استراتیژیک اهداف

  • په ابتدایي وقایه باندې د سرطاني پیښو کموالی
  • د مقدم تشخیص لپاره د فعالیتونو زیاتوالی
  • د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره د معیاري خدماتو وړاندې کول
  • په سرطان اخته ناروغانو ته د باکیفیته حمایوي خدماتو تر سره کول
  • په دقیقه توګه د سرطانې پیښو ثبت کول
  • د کارکوونکو د پوهې د کچې لوړونه د وقایې او سرطاني ناروغیو د کنټرول په برخه کې.

1. وقایه:

د نړیوال روغتیایي سازمان د اټکل له مخې د 35  نه تر 50  فیصده پورې سرطان د وقایې  وړ ناروغي  ده، تنباکو د سرطان په رامنځ ته کیدو کې عمده لامل ګڼل کیږي چې د تنباکو څخه وقایه یوه اسانه او موثره تګلاره ګڼل کیږي.

همدارنګه  په افغانستان کې  یوه بشپړه  پالیسي د تنباکو د کنټرول په برخه کې شتون لري او د تطبیق په برخه کې ځینې فعالیتونه هم تر سره شوي ترڅو وکولای شو د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه  او په استعمال کې  تر یوه حده کموالی رامنځ ته شي. ددې ترڅنګ د غیرصحي خواړه، چاغوالی یا ډیر وزن، فزیکي فعالیت نه شتون، د الکولو استعمال او  ځنیې انتانات(HBs او HPV) هم د خطر لرونکو فکتورونو څخه شمیرل کیږي چې د سرطان د رامنځ ته کیدو چانس ډیروي.

2. پر وخت تشخیص:

 د سرطان کنټرول ملي پروګرام یو عمده هدف دا دی چې د بیلابیلو سرطانونو پر وخت تشخیص او درملنې په برخه کې د خدماتو د کچې پراختیا رامنځ ته شي، ځکه په افغانستان کې د مختلفو لاملونو له آمله لکه د پوهاوي د کچې کموالی، اقتصادي ستونزې، ټولنیزې، فرهنګي او دې ته ورته نور داسې لاملونه دې چې ډیری خلک په مواخره توګه د خپل تشخیص او درملنې لپاره مراجعه کوي چې په داسې وخت کې درملنه ستونزمنه او یا هم ناممکنه  وي، د یادونې وړ ده چې د سینې، رحم، خولې، کولمو او پروستات سرطانونه د هغه سرطانو له جملې څخه دي چې تشخیص یې په ابتدایي مراحلو کې تر سره کیږي له همدې آمله د سرطان کنټرول ملي پروګرام د روغتیایي پرسونل د پوهې د کچې لوړولو او د خلکو د عامه پوهاوي په موخه په سلګونو پروګرامونه په روغتونو، پوهنتونو، انستیتوتونو او ګڼ میشتو ځایونو(پارکونو، تفریحي باغونه) کې په لاره اچولي ترڅو سرطاني ناروغیو تشخیص په لومړي وخت کې رامنځ ته شي.

هر کال د اکتوبر میاشت د سینې سرطان د عامه پوهاوي میاشت او د فیبرورئ 4 د سرطان نړیواله ورځ ده چې په افغانستان کې دغه ورځې د خلکو د عامه پوهاوي، مرستې غوښتنې، د اعانې راټولو په موخه لمانځل کیږي.

په ځينې هیوادونو کې د سرطان د مقدم تشخیص لپاره سکریننګ پروګرامونه ترسره کیږي ولې د مخ پروده هیوادونو لپاره دغه ډول فعالیتونه د اقتصاد له نظره موثر نه ګڼل کیږي.

3. تشخیص او درملنه:

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په 2016 میلادي کال د اګست په میاشت کې په لومړي ځل د جمهوریت په روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز افتتاح کړ چې په نهم منزل کې د 38 بسترو په لرلو سره د داخلې برخه او په  لسم منزل کې 16 بسترو په لرلو سره د جراحي برخه فعاله کړه چې په 24 ساعته توګه ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي او ترڅنګ یې 20 بستره د سراپا برخې لپاره په دوهم منزل کې ځانګړي شوي چې هره ورځ په اوسط ډول سره د 60 نه تر80 ناروغانو پورې دغه مرکز ته مراجعه کوي، چې ناروغانو ته د تشخیص(لابراتواري معاینات، الټراسوند، پتالوژي او انډسکوپي) او درملنې( کیموتراپي او جراحي) په برخه کې خدمات وړاندې کیږي. د یادونې وړه ده چې په 2017 میلادي کال کې 12000 تنه دغه مرکز ته مراجعه کړې وه.

 

د سرطان د ناروغئ د تشخیص مراکز په هیواد کې

  • د استقلال روغتون د سینې سرطان د تشخیص مرکز- کابل
  • د هرات ولایت د سینې سرطان د تشخیص مرکز
  • د مزارشریف د پتالوژئ مرکز
  • د مرکزي لابراتوارونو د پتالوژئ لابراتوار
  • په جمهوریت روغتون کې د سرطان مرکز انډیسکوپي
  • په جمهوریت روغتون کې د سرطان مرکز التراسونډ

4. حمایوي خدمات:

څرنګه چې په افغانستان کې ډیری ناروغان په وروستئ مرحله کې تشخیص کیږي نو له همدې آمله حمایوي خدماتو ته ډیره آړتیا لیدل کیږي، موخه د دغه ډول خدماتو څخه داده چې  په فزیکي او رواني توګه  د ناروغانو او خپلوانو په ژوند کې ښه والی رامنځ ته شي او همدارنګه د سرطان کنټرول ملي پروګرام پدې هڅه کې دی  چې داسې یو بنسټ رامنځ ته کړي تر څو وکولای شي ناروغانو ته په کورنو کې حمایوي خدمات تر سره کړي.

5. تحقیق او سرویلانس:

د سرطان کنټرول ملي پروګرام په لومړي ځل په 2016 میلادي کال کې د کابل ولایت څخه د سرطاني پیښو د آرقامو  راټولو لړئ  د جمهوریت روغتون څخه پیل کړه چې د اوس لپاره 5 تنه د بیلابیلو روغتونو څخه د آرقامو د ثبت په برخه کې کار کوي، همدارنګه  د سرطان کنټرول ملي پروګرام هڅه کوي تر څو د نړیوال روغتیایي سازمان په مرسته د سرطاني پیښو د ارقامو راټولو د ثبت مرکز رامنځ ته کړي.

6. ظرفیت لوړونه:

لکه څنګه چې د سرطان کنټرول ملي پروګرام یو نوی ایجاد شوی پروګرام دی له همدې امله د وقایې او سرطاني پیښو د کنټرول په برخه کې ظرفیت لوړونې ته ډیره آړتیا لیدل کیږي. تر اوسه پورې ظرفیت لوړونې په موخه نوموړي پروګرام په هیواد کې داخل او د هیواد څخه بهر د خپل پرسونل لپاره بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي او په پام کې لري چې د کلینکي آنکولوژي، جراحي، پتالوژي، انکوفارمکالوژي او د آنکولوژي نرسنګ په برخه کې هم خپل پرسونل دهیواد څخه بهر د اوږدې مودې لپاره  وروزي.

.7 عمومي:

:له مونږ سره اړیکه

داکتر میهن عبدالله

د سرطان کنټرول ملي پروګرام ریس

0093202301238

0093771003100

nccp@moph.gov.af