د عامې روغتیا وزرات چاپیریال روغتیا ریاست له لوري له یو شمېر نانوایانو او هوټلونو څخه نظارت تر سره شو
یاد نظارت د کابل ښار په نهمه او لسمه ناحیو کې د یو شمېر نانوایانو او هوټلونو څخه د حفظ الصحې مراعتولو په موخه ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د هوټلونو او نانوایانو کارکوونکو ته د روغتیایي معلوماتو ورکولو او د حفظ الصحې لایحو وېشلو ترڅنګ د روغتیایي کارتونو د ترلاسه کولو جدي سپارښتنې ترسره شوې.