د کونړ عامې روغتیا ریاست له لوري د چپې درې ولسوالۍ اړوند د سېنزو روغتیایي مرکز او ولایتي ګدام څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت د کنړ عامې روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص په مشرۍ او د هیلت نیټ مؤسسې تخنیکي غړو په ملتیا تر سره شو، چې په کې د یاد روغتیایي مرکز ستونزې په ګوته او مسؤلینو ته یې د حل په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه قاري مظفرخان مخلص د درملو ولایتي ګودام څخه هم لیدنه وکړه او د فارمېسي څانګې مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، تر څو درمل د حرارت په مناسبه درجه کې وساتل شي تر څو د درملو کیفیت خراب نه شي.