د ا.ا.ا. عامې روغتیا وزارت رهبرۍ له لوري ګډ تخنیکي ټیم کندوز ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د یاد ولایت د مور او ماشوم سل بستریز روغتون له خدماتي چارو نظارت ترسره کړ

د روغتیا وزارت یاد ګډ تخنیکي ټیم د پنځوس بستریز روغتون له بېلابېلو څانګو څخه د نظارت پایله کې ستونزې په نښه او د حل په موخه یې د روغتون مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو سره شریکې کړې.
د یاد روغتون مسئولینو او کارکوونکو ژمنه وکړه چې خپلو نېمګړتیاوو ته به راتلونکي وخت کې متوجه او ورته به ځانګړې پاملرنه کوي تر څو ولسونو ته په معیاري شکل خدمات وړاندې شي.