خوست کې ۷ روغتیایي کتنځایونه د شفري نسخو لیکلو له امله وتړل شول

د خوست د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت په دوهمه، درېیمه، څلورمه او پنځمه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۷ روغتیایي کتنځایونه د شفري نسخو لیکلو له امله وتړل شول.
دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې د روغتیایي مرکزونو مسؤلینو ته د شفري نسخو مخنیوي او روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو خلکو ته باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې شي.