ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو
دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو او زیرمتونونو څخه ۹۰ کېلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.
همداراز، بلخ ولایت کې ۲۱ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.
