د کابل ولایت په لومړۍ ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوي، د کیفیت خوندیتوب او روغتیایي قوانینو تطبیق په موخه ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۲ درملتونونه د رسمي بلونو نه مراعتولو، د درملو لوړ قیمت پلور او فني مسؤل نه شتون له امله وتړل شول.
د عامې روغتیا وزارت د ټولو درملتونونو له مسؤلینو څخه غواړي، چې د روغتیایي قوانینو په مرعتولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام وکړي.
