د عامې روغتیا وزارت او روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د عاجلو پېښو او سرویلانس د وضعیت په اړه ناسته
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو پېښو او سرویلانس څانګې له استازو سره د عاجلو پېښو او سرویلانس د اوسني وضعیت په اړه ناسته ترسره کړه:
په دې ناسته کې د پېښو د مدیریت میکانیزم او د Electronic Medical Record (EMR) سیستم ارزونه وشوه؛ هغه سیستم چې د پروپوزل لومړنۍ برخه یې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوري منظوره شوې ده.
همدارنګه، د هغه پلان په اړه هم بحث وشو، چې له مخې به یې د سرویلانس پروګرام په تدریجي ډول له روغتیا نړیوال سازمان څخه عامې روغتیا وزارت ته انتقالېږي
ټاکل شوې ده، چې د EMR سیستم به ډېر ژر په ټولو روغتونونو کې عملي شي؛ د دې سیستم په پلي کېدو سره به عامې روغتیا وزارت وکولای شي، روغتیايي معلومات او ارقام په پوره دقت، شفاف ډول او پر وخت راټول کړي.
دغه راز، د معلوماتو د تحلیل او شریکولو بهیر به لا اغېزمن، معیاري او پیاوړی شي او هم به وزارت وتوانېږي، چې د شواهدو پر بنسټ په پالیسیو او تګلارو کې پر وخت، منطقي او مؤثر بدلونونه راولي.
