د داوطلبی خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عاجل ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د( یو قلم طبي اکسیجن تدارک او چمتو کولو پروژه د 1405 کال لپاره) د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ( MOPH/ECP/NCB/1405/G001) شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي د اعلان له نېټې څخه تر 04/03/1405 نېټې دو شنبې ورځ د سهار تر لسو بجو پورې د عاجل ابن سینا روغتون 55 نمبر خونې ته چې په لومړۍ ناحیه پل ارتل سیمه کې موقیعت لري، وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو غونډه به د 04/03/1405 نېټې دو شنبې ورځ د سهار په لسو بجو د عاجل ابن سینا روغتون 55 نمبر خونې کې تر سره کېږي.