تېر کال د فارياب په ولایتي روغتون کې (۳۱۹۹) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
Sat, May 09 2026 2:56 PM
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي (۲۸۴۲) ستر عملیاتونه او (۳۵۷) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۳۷۰۳۵) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۶۹۲۰۵) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.