د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:
د مالي او اداري چارو مرستیال، چې د غزني د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري یې هم ملتیا کوله، په یاد روغتون کې له رغنیزو چارو څخه د لیدنې پر مهال وویل: د دغه تعمیر د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به د غزني او نږدې ولایتونو د اوسېدونکو ګڼ شمېر روغتیایي ستونزي حل، په معیاري شکل به د ناروغانو د درملنې زمینه برابره او هم به د خدماتو کیفیت لوړ شي.
همدارنګه، ښاغلي مرستیال د غزني عامې روغتیا ریاست او یاد روغتون مسؤلینو سره د امکاناتو برابرولو او شته ستونزو حل ژمنه وکړه.
